دخپریدو نیټه : 2015-06-15 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
ولسمشرغني وایي د تصديو په چارو کې به د چارواکو او څارنوالانو لاسوهنه بنده کړي
احمد فیصل
ولسمشر غني د دولتي تصديو له مسوولينو سره د ليدنې پر مهال په ډاګه کړه، چې د تصديو په چارو کې به د چارواکو او څارنوالانو لاسوهنه بنده کړي. د ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې دې ليدنه کې چې د ماليې وزير هم حضور درلود، د تصديو استازو له ولسمشر مننه وکړه او د تصديو د وسايلو نه عصريتوب، د دوراني پانګې نشتوالی، د ملکتيونو غصب، د تنخواګانو او په دولتي پروژو کې تصديو ته د ونډې نه ورکول، د پورونو نه اعاده، د تصديو په قانون کې شته نيمګړتياوې او خامو موادو ته نه لاسرسی يې د خپلو تصديو د ستونزو په توګه يادې کړې. ولسمشر غني وويل، تر خپلواکه رياستونو وروسته تصدۍ هغه مهم ملي بنسټونه دي چې په تېرو څوارلسو کلونو کې په نيم ژواندي حالت کې پاتې شوې او هېڅ پاملرنه نه ده ورته شوې. ده ویلي چې په راتلونکو څلورو مياشتو کې به د تصديو د برخليک روښانولو په برخه کې اساسي تصميم ونيسي.