مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-15   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

مخکنی ولسمشر: په څوارلس کلنه دوره کې مې د بیان ازادۍ بې ساري وده وکړه

احمد فیصل
پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي په نږدې څوارلس کلنه واکمنۍ کې یې د بیان ازادي دومره وده وکړه، چې په تاریخ کې یې ساری نه لیدل کیږي. حامد کرزی له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې وايي، چې دا یې یوه لویه لاسته راوړنه ده او ډېر پرې خوشال دی. حامد کرزی د تېرو ولسمشري ټاکنو پر مهال د نیویارک ټایمز د یوه خبریال د ممنوع الدخول حکم پر ځای بولي او وايي، چې دغه امریکايي خبریال د افغانستان د ملي ګټو خلاف فعالیت درلود. پخوانی افغان ولسمشر په دې باور دی چې له افغانستان نه د نیویارک ټایمز د خبریال شړل د رسنیو او د بیان ازادۍ خلاف نه، بلکې د رسنیو، افغان ملي حاکمیت او ولسواک بهیر په ملاتړ پرېکړه وه. کرزی دا هم وايي، چې د نیویارک ټایمز ډیری مطالب د امریکا د حکومت د ګټو دفاع کوي او افغان رسنیو ته هم پکار دي، چې د ملي ګټو د ساتنې لپاره کار وکړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery