دخپریدو نیټه : 2015-06-15 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
په ناروې کې د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ مخامخ خبرې کیږي
احمد فیصل
د طالبانو استازي ناروې ته تللي چې په دغه هیواد کې د افغان حکومت له چارواکو سره مخامخ خبرې وکړي. این بي سي تلویزیون وايي چې د طالبانو دوو غړیو ورته ویلي چې په ناروې کې د افغانستان د حکومت له استازو سره خبرې کوي. سرچینه وايي چې د افغانستان حکومت تایید کړه چې یو پلاوی یې ناروې ته تللی خو په دې باب یې څه ونه ویل چې د سفر هدف یې څه دی. په قطر کې د طالبانو د دفتر یوه غړي ویلي:«د شېرمحمد عباس ستانکزي او قاري دین محمد حنیف په مشرۍ زموږ پلاوی ناروې ته رسېدلی. دوی به په ناروې کې د سولې د دوه ورځنیو غونډو په لړ کې د افغانستان د حکومت له چارواکو سره مهمې خبرې وکړي.» این بي سي نیوز وايي چې دا خبره په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو یوه بل استازي هم تایید کړه. ویل کېږي چې د افغان حکومت د پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی کوي او په غړو کې یې د اجرایه ریاست دویم مرستیال محمد محقق، د پخواني ولسمشر مرستیال یونس قانوني او یو شمېر نور کسان شامل دي.