مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-16   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

په ارزګان کي چاودني ( ۱۶) ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړول .

لودين
د ارزګان په دهراود ولسوالۍ کي د سړک د غاړي ماين چاودني شپاړسو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړول . چاودنه نن تر غرمې مخکي يوولس بحې د دې ولسوالۍ د ( جمبرک کوتل ) په سيمه کي د ملکي وګړو پر دوو لنډکروزر ډوله موټرونو باندي وسول. د ارزګان د والي وياند دوست محمد ناياب وايي ، چي په دې پيښه کي دوه ملکي وګړي وژل سوي او څوارلس نور ټپيان دي . وژل سوي کسان دواړه نارينه دي او په ټپيانو کي درې ښځي هم شاملي دي . ناياب وايي چي د يو شمير ټپيانو حالت نازک ښودل سوی دی . ياد موټرونه د د هراود ولسوالۍ څخه کجران ولسوالۍ ته په لاره وه چي د دې پيښي سره مخ سول ، محلي مقامات ايښودل سوی ماين د وسله والو طالبانو له لوري بولي خو خپله وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery