مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-17   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د افغان حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ پرون په ناروې کې غونډه وشوه

احمد فیصل
د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو استازو پرون په ناروې کې د جګړو د پای ته رسولو د لارو چارو په اړه په یوه نړیواله غونډه کې ګډون وکړ. د کولمبیا ولسمشر یان مانویل سانتوس، د ایران مرستیال ولسمشره معصومه ابتکار او د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیر ریتنو مرسودي هم د ۱۵۰ نورو شخصیتونو ترڅنګ په دې غونډه کې ګډون کړی و څو د سولې د خبرو په اړه نظرونه سره شریک کړي. د ناروې د بهرنیو چارو وزیر یویرګ بریندې د غونډې په پیل کې له خبریالانو سره په خبرو کې د افغانستان د سولې مذاکرو ته په اشارې وویل:«د سولې د رسمي خبرو پلان نشته. خو که څوک غواړي چې سوله وکړي بیا نو هغوی چې مخالفت لري باید خبرو ته کښېني.» د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې د دوی له لوري دری تنه په دغه کنفرانس کې برخه لري. ده دا خبره رد کړه چې ګنې دواړه خواوې په دې غونډه کې د جګړې د ختمولو لپاره د سولې خبرې اترې کوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery