مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-17   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د افغانستان د بيارغونې له صندوق څخه تر ١٣٩٦ کال پورې ۲،۸ میلیارده ډالره مرسته کیږي

احمد فیصل
له افغانستان سره تر ١٣٩٦ کال پورې، د افغانستان د بيارغونې د صندوق له لارې چې د ٣٤ مرسته کوونکو له مالي ملاتړه برخمن دى، ٢،٨ ميليارده امريکايي ډالر بې عوضه مرسته کېږي. د ماليې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه وزارت او نړيوال بانک د افغانستان د بيارغونې امانتي صندوق د تمويل پر ستراتيژۍ بحث کړى او تاييد کړې يې ده. سرچينې ليکلي چې د دغه هوکړه ليک پر بنسټ ياد دوه عشاريه اته ميلياره ډالر له ١٣٩٤ کال نه تر ١٣٩٦ کال پورې د افغانستان حکومت ته ورکول کېږي. د ماليې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د دغو پيسو له منځه يو عشاره دوه ميليارده د افغانستان عادي بودجې، ٧٢٣ ميليونه ډالر د روانو پراختيايي پروژو د تمويل او ٩١٨ ميليونه نور د نوو پراختيايي پروژو د تمويل لپاره ځانګړي شوي دي. په خبرپانه کې راغلي چې دا مرسته د حکومتولۍ پر سکتورونو، کرنې، کليو پراختيا، ټولنيز خونديتوب او زيربناوو کې د لګښت لپاره په پام کې نيول شوې او دا ټولې مرستې به د ملي بودجي له لارې د افغانستان د حکومت له لومړیتوبونو سره سمې ولګول شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery