دخپریدو نیټه : 2015-06-17 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
عبدالله: د ولسي جرګې کاري موده به وغځول شي
احمد فیصل
د حکومت اجرائيه مشر وايي، ډېر ژر به داسې پرېکړه وشي چې ولسي جرګه به د چنګاښ مياشتې په لومړۍ نېټه د خپلې قانوني مودې له پاى ته رسېدو سربېره، د پارلماني ټاکنو د تر سره تر کېدو نېټې پورې خپل کار ته دوام ورکړي. عبدالله عبدالله دغه موضوع د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي او سفير فرانز ميشل ميلبن سره په کتنه کې یاده کړې ده. عبدالله، د ټاکنيزو اصلاحاتو پر پلي کېدو د ټينګار تر څنګ ويلي چې دغه اصلاحات به د ملي يووالي حکومت د رامنځته کېدو په سياسي هوکړه ليک کې د يادې شوې مادې پر بنسټ ډېر ژر پيل شي.