مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-17   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

"د افغان پوله ساتي سرتېري درملنه په پاكستان كې نه ده شوې"

احمد فیصل
افغانستان د كورنيو چارو وزارت د پاكستان د امنيتي چارواكو هغه څرګندونې رد كړې، چې ګواكې د يو افغان سرحدي سرتېرې درملنه يې په دغه هېواد كې كړې ده. د كورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه كې ويل شوي، وسله والو مخالفينو پرون د كونړ د سركاڼو ولسوالۍ پر نواپاس كنډك، چې د افغانستان او پاكستان ترمنځ صفري نقطه ده؛ بريد وكړ، چې له كبله يې د يار جان په نوم يو افغان سرحدي سرتېرى ټپي شو. د سرچينې په وينا، نوموړى سرتېرى د پاكستان د ګرځنده روغتيايي كاركوونكو له لومړنيو مرستو وروسته ننګرهار ولايت ته ولېږدول شو او اوسمهال د جلال اباد ښار په يوه روغتون كې تر درملنې لاندې دى. د كورنيو چارو وزارت د پاكستان د ګرځنده روغتيايي كاركوونكو د مرستې ستاينه كړې او د پاكستاني امنيتي چارواكو دا ادعا يې رد كړې، چې ګواكې له پولې اخوا يې ددغه سرتېري درملنه كړې.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery