دخپریدو نیټه : 2015-06-18 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
په ترافيکي پېښه کې ٢٨ تنو ته مرګ ژوبله واوښتل .
لودين
د سويلي ولايت زابل د شاجوۍ ولسوالۍ مرکز ته ور څيرمه ترافيکي پېښه سوي ده.
دا پېښه نن سهار اووه بجې د کندهار ـ کابل پر لويه لاره د ٣٠٣ بس او ټېلر لارۍ بار وړونکي موټر د ټکرونو له امله سوې ده .
د شاجوۍ ولسوالۍ امنيه قومندان محمدالله وايې چې په دي رامنځته سوي ترافيکي پېښه کې دري تنه مسافرين وژل سوي دي او ٢٥ تنه نور ټپيان سوي دي.
هغه وايې چې په ټپيانو کې د ١٧ تنو روغتيايې حالت د انديښنې وړ دی او ټول روغتون ته د درملني په موخه ليږدول سوي دي.
محمد الله وويل کله چې ترافيکي پېښه وسوه په همدي مهال د وسله والو مخالفينو او امنيتي ځواکونو ترمنځ درنه جګړه هم پيل سوه چې د ټپيانو په ليږد کې ځنډ راغلى دى.
موټر د قلندري بس ترانسپورټ اړوند دی .