مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-21   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ولسمشر غني د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر یوناما له مشرتابه سره کتلي

احمد فیصل
ولسمشر اشرف غني وايي په ټاکنیز نظام کې هر ډول اصلاح به د ټاکنیزو کمېسیونونو او اړوندو ادارو د وړاندیزونو او د افغانانو د ملي اجماع پر بنسټ رامنځته شي. نوموړي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر یوناما له مشرتابه سره په کتنه کې ویلي چې په ټاکنیز نظام کې د اصلاح پر مهال به خپل نظر پر خلکو ونه تپي، بلکې د خلکو وړاندیزونو ته به هم په اصلاحاتو کې ځای ورکړي. ولسمشر ویلي چې اصلاحاتو به د یوه مشخص میکانیز له لارې رامنځته چې له لارې به یې د ټاکنو داسې یو سیستم جوړ شي چې د ټاکنو لګښت کم او شفافیت یې لوړ شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery