دخپریدو نیټه : 2015-06-22 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
ولسمشر: د کابل بانک پوروړي باید په یوه اونۍ کې خپل پورونه پرې کړي
احمد فیصل
ولسمشر اشرف غني د کابل بانک پوروړو ته یوه اوونۍ وخت ورکړی چې خپل پورونه پرې کړي. نوموړي پرون د کابل بانک د تصفیې د کمېټې له غړو سره په کتنه کې ویلي که دغه کسان په یوه اوونۍ کې خپل پورونه ور نه کړي ممنوع الخروج به یې اعلان او اړوندو ارګانونو ته به یې په اړه د عدلي او قضایي تعقیب لارښوونه وکړي. په دې کتنه کې د کابل بانک د تصفیې د کمېټې غړو ویلي چې د کابل بانک په قضیه کې له ښکېلو کسانو څخه ۲۳۸ ملیونه امریکایي ډالر ترلاسه شوي. د پوروړو له ډلې دېرش تنو خپل پورونه تصفیه کړي، لس تنه نور د خپلو پورونو ورکولو ته حاضر دي او د قضیې یو شمېر پوروړي تښتېدلي چې د انټرپول پولیسو له لوري تر تعقیب لاندې دي.