دخپریدو نیټه : 2015-06-22 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
وکیلان: حکومت د داعش ډلې سره د مبارزې لپاره هېڅ پلان نه لري
احمد فیصل
د ولسي جرګې يو شمېر غړي حکومت په بې پروايۍ تورنوي او وايي چې د داعش نفوذ ورځ تر بلې پراخېږي او حکومت له دې ډلې سره د مبارزې لپاره هېڅ پلان او پاليسي نه لري. هغوى ګواښ کوي که د داعش ډلې د فعاليتونو مخه ډب نه شي، د هېواد امنيتي وضعيت به نور هم خراب شي. داعش ډلې پورې اړوند وسله وال کسان چې د چيچن، ازبکستان ، تاجکستان او عربي هېوادونو وګړي دي ، تېرکال ژمى په هلمند، فراه، کونړ او لوګر ولايتونو کې راڅرګند شول او ويل کېږي چې په يو شمېر نورو ولايتونو لکه ننګرهار، بدخشان او کندوز کې هم فعال شوي دي.