دخپریدو نیټه : 2015-06-22 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
هند: کېدای شي د ملي شورا پر ودانۍ برید کې د پاکستان لاس وي
احمد فیصل
هند وايي چې د افغانستان د ملي شورا پر ودانۍ د دوشنبې د ورځې برید د هغه برید یاد تازه کړ چې دیارلس کاله پخوا په نوي ډیلي کې د هند پر پارلمان وشو. هندي رسنۍ د دغه هیواد د چارواکو په قول وايي، داسي دلایل شته چې پر اساس یې باور وشي چې په کابل کې د دوشنبې د ورځې په حمله کې د پاکستان دولتي او غیر دولتي لوبغاړو هماغسي چې د هند په پارلمان باندې په حمله کې یې لاس درلود، په دې کې هم لاس لري. د هند پر پارلمان وسله والو ترهګرو د ۲۰۱۳ کال د ډسمبر په دیارلسمه برید وکړ چې هند او پاکستان یې د جګړې تر پولې ورسول. دغو هندي چارواکو، چې نومونه یې اخیستل شوي نه دي، ویلي چې د هند او دوو لوېدیځو هیوادونو له لوري ترلاسه شوي استخباراتي معلومات، چې په وروستیو کې ترلاسه شوي دي، ښيي چې د پاکستان د حکومت استخباراتي اداره د حقاني شبکې او لشکر طیبه په وسیله تروریستي حملې کوي څو په دې توګه له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته د ستراتیژیک عمق هدف ته ځان ورسوي.