دخپریدو نیټه : 2015-06-23 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
کندهار والي د جوړيدونکو سړکونو د روان حالت څخه ليدنه وکړه .
لودين
ولايتي اداره دسړکونو جوړيدو ته ژمنه ده او دخکو دستونزو رفع کول دولايتي ادارې دلمړيتوبونو څخه د ه .
نن سهار کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي دکابل اډي سړک د تخنيکي او ساختماني چارو څخه له نژدي ليدنه وکړه اودياد سړک تخنيکي چاري ښه وارزولي هغه ژمنه وکړه چې نور سړکونه هم ډېر ژر په اساسي او فني ډول جوړ او ګټي اخستني ته وسپارل سي .
ښاغلي والي وويل دسل ورځنې پلان مطابق دا په کندهار ښار کي لمړنى سړک دى چې دراتلونکي اوونۍ په جريان کي دجوړوني کارتکميل او ګټي اخستني ته آماده کيږي، ياد سړک يو نيم کيلومتره اوږدوالۍ او ١٢ متره سور لري چي د١٥٨٠٠٠ يو لک اته پنځوس زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړيږي .
کندهاروالي وويل په کندهار ښار کي عمده ستونزه دهغه سړکونوجوړول دي چي دخلکوضرورت ور ته ډير دى او د دي ولايت دسل ورځنې پلان مطابق به هغه سړکونه جوړ سي ، والي همدارنګه دښار دجنوبي باي پاس سړک يادونه وکړه چي پر ياد سړک تخنيکي کار جريان لري او په نژدي راتلونکي کي کار شروع سي او دهغه ترڅنګ د احمد شاهي جادي کار څلويښت فيصده مخ ته تللى دى چې اوس مهال يې دملکيتونو دتصفيي او استملاک پروسه دوام لري ، تر بشپړېدلو وروسته به يې دجوړېدلو چاري هم پيل سي .