دخپریدو نیټه : 2015-06-23 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
په پاکستان کې بېړنی حالت اعلان شوی
احمد فیصل
د پاکستان لومړي وزیر دغه هېواد کې داسې مهال بېړنی حالت اعلان کړی چې د سند ایالت کې د سختې ګرمۍ له کبله د مړو شویو شمېر نږدې ۷۰۰ ته رسېدلی دی. د دغه هېواد د ناورین کنترولولو ملي ادارې (این ډي ایم ای) وویل له لومړي وزیر نواز شریف یې امر ترلاسه کړی چې سملاسي ګامونه پورته کړي. د ګرمۍ کنترولولو مرکزونو کې له پوځ هم مرسته اخیستل شوې، داسې مهال چې د تودوخې درجه ۴۵ سانتي ګرادو ته رسېدلې ده. پر چارواکو نیوکې کېږي چې د ناورین مخنیوي لپاره یې لازم ګامونه نه دي پورته کړي.