مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-23   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ولسمشر: افغانستان به د اوسپنې او مسو پر ستر صادرونکي هېواد بدل شي

احمد فیصل
ولسمشر اشرف غني وايي په راتلونکو لسو کلونو کې به افغانستان د اوسپنې او مسو یو لوی صادرونکی هېواد وي. نوموړي دغه څرګندونې د چین د حکومت له یوه پلاوي او د دغه هېواد له یو شمېر پانګوالو سره د کتنې پر مهال کړې دي. په دې کتنه کې ولسمشر ویلي چې د افغانستان حکومت کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې مناسب شرایط او فرصتونه برابروي او دغه شرایط او فرصتونه به د چین د دولت له پالیسۍ سره مطابقت او ورته والی ولري. ولسمشر څرګنده کړه چې افغانستان په داسې یوه سیمه کې موقعیت لري چې کولای شي مرکزي،جنوبي او ختیځه آسیا سره وصل کړي خو دغه هدف ته هغه وخت رسیدلی شي چې د افغانستان په زیربنایي بنسټونو باندې په اساسي ډول کار ترسره شي. ولسمشر له چینایي پلاوي وغوښتل چې چین دې د وسپنې پټلۍ په جوړولو سره افغانستان د واخان له لارې له هغه هېواد سره ونښلوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery