دخپریدو نیټه : 2015-06-24 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
پنځه افغانان په سوریه کې وژل شوي دي
احمد فیصل
ایراني رسنۍ وايي دغه کسان او دری د سپاه پاسداران غړي په درعا کې په یوه چاودنه کې وژل شوي دي. تنسیم خبري اژانس ویلي چې وژل شوي افغانان په مشهد کې خاورو ته سپارل شوي دي. سرچینې د وژل شویو افغانانو نومونه «مجتبی میرزایی»، «سید مجتبی حسینی»، «سید محمد هادی هاشمی»، «حسن فراهانی» او «سید سرور هاشمی» بللي دي.