مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-26   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

کندهار والي د خلکو او حکومت تر منځ د پوښتنو او ځوابونه نوې تګلاره جوړوي .

benawa afghanistan
لودين
د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي خبر ورکړ ، چي د خلکو د ستونزو د حل او خلکو ته د خپلو حقونو د پوښتلو دپاره داسي يوه کړنلاره جوړوي څو له لاري يي دولتي چارواکي خلکو ته ځواب ويونکي سي .
د کندهار ولايتي اداره خبر ورکوي ، چي د يوه منظم سيسټم له لاري پر يوه داسي کړنلاره کار کوي چي دولتي چارواکي خلکو ته ځواب ويونکي سي او خلک هم په خورا لوی جرئت سره د خپلو حقونو پوښتنه او غوښتنه وکړي . د کندهار والي د کندهار ميشتو خبريالانو سره د ليدني پر مهال په دې برخه کي د همکارۍ او مرستي غوښتنه وکړل . کندهاري خبريالانو د بيان د ازادۍ په برخه کي د والي رواني هڅي وستايلي او زياته يي کړه چي اوس په ملکي برخه کي د معلوماتو د راټولو په برخه کي تر ډيره ستونزي حل سوي دي . د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي خبر ورکړ ، چي د خلکو د ستونزو د حل او خلکو ته د خپلو حقونو د پوښتلو دپاره داسي يوه کړنلاره جوړوي څو له لاري يي دولتي چارواکي خلکو ته ځواب ويونکي سي . نوموړي د کندهار ميشتو خبريالانو سره په ځانګړې ليدنه کي په دې برخه کي د همکارۍ غوښتنه وکړه او زياته يي کړه چي له دې لاري به د خلکو حقونه هم معلوم او چارواکي به هم خپل مسووليت وپيژني . د کندهار والي په خبره کي له دې کاره يي موخه له مسوولينو په مستقيم ډول ازادي پوښتني او غوښتني کول دي . هغه دا ډول سيمسټم جوړيدل ډير مهم وباله ، په وينا يي چي اوس خلک ملت او دولت چارواکي دي خو دوی دا سيسټم داسي جوړوي چي اصلي واکمنان خلک دي او بايد د خپلو غوښتنو او کارونو په اړه له دولتي چارواکو څخه پوښتني وکړي . هغه وويل ، چي د رسنيو د ازادۍ او معلوماتو په برخه کي د خبريالانو د ستونزو د هواري دپاره يي ټولي ادارې مجبوره کړي دي چي پر وخت خبريالانو ته دقيق معلومات ورکړي ، په وينا يي چي په دې برخه کي ښه بيلګي هم شتون لري . کندهار ميشتو خبريآلانو او د خبريالانو څخه د دفاع ټولنو د کندهار والي هڅي وستايلي او زياته يي کړه چي په ملکي برخه کي نيمايي ستونزي حل سوي دي خو په نظامي برخه کي يي د ستونزو د حل جدي غوښتنه وکړل . خبريالانو د هغه مکتوب يادونه وکړه چي د ولايت مقام له لوري ملکي ادارو ته د خبريالانو سره د همکارۍ په موخه ليږل سوی دی او دا ګام يي پر ځای حرکت وباله . کندهار والي او خبريالانو د خلکو د ملي ګټو دپاره يوه او بل ته د همکارۍ ډاډ ورکړ ، ښاغلي عزيزي رسنۍ مهمه قوه وبلل او زياته يي کړه چي د همدې رسنيو له لاري د خلکو د زياتو ستونزو نه خبر سوی دی او په دې برخه کي يي د کندهار ميشتو خبريالانو هڅي وستايلي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery