مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-07   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د ایسا نارڅرګند برخلیک او د پانګونې پر ټپه ولاړ حالت

احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
افغان صنعتکاران او پانګوال وايي چې د ایسا ادارې د نا معلوم برخلیک له امله له تېرو څو میاشتو راهیسې په افغانستان کې د پانګونې بهیر په ټپه درېدلی او اقتصادي فعالیتونه ټکني شوي دي. ولسمشر اشرف غني د روان کال د مارچ په ۳۱ مه د ایسا ادارې مشر وفي الله افتخار له دندې ګوښه کړ، خو د ګوښه کېدو لامل یې په ډاګه نه شو. د سوداګرۍ او صنایعو نوي وزیر همیایون رسا شاوخو یوه میاشت مخکې د ولسمشر له حکم پرته پر خپل سر دې ادارې ته نوی رییس او دوه مرستیالان وټاکل، خو کله چې رسماً دندې ته معرفي کېدل، د دې ادارې د کارکوونکو له خوا پرې نه ښودل شول چې د ایسا انګړ ته ننوځي. د دې ادارې کارکوونکو ویل چې ایسا یوه خپلواکه اداره ده او د مشرتابه ټاکل د ولسمشر له صلاحیتونو څخه دي. ولسمشر اشرف غني د سوداګرۍ وزارت له خوا د ایسا ته په خپلسري توګه د مشر او مرستیالانو له ټاکلو سره مخالفت څرګند کړ او د سوداګرۍ د وزیر په مشرۍ یې یوه کمېسون ته دنده ورکړه چې د دې ادارې اساسنامه جوړه او حقوقي ستونزې یې حل کړي. له پانګونې د ملاتړ اداره یا ایسا په ۲۰۰۶ کال کې په افغانستان کې د پانګونې د ملاتړ او هڅونې په موخه د امریکا او المان د پراختیايي ادارو په مرسته رامنځته شوه. له تاسیس څخه تر اوسه د دې ادارې حقوقي هویت نه دی څرګند او د شفافیت څارونکو ادارو تل نیوکه کړې چې دغه اداره د دولت کومې ځانګړې مرجع ته د نه مسوولیت له امله په اداري فساد کې ډوبه ده. د افغانستان د تفتیش مرکزي ادارې هم د ایسا پر جوړښت نیوکه کړې چې د بودجې او عوایدو په برخه کې په خپل سر عمل کوي. د ایسا ادارې د حقوقي برخلیک د معلومولو په اړه د ولسمشر له حکم څخه میاشت تېرېږي، خو تر اوسه یې نیتجه معلومه نه ده. د افغانستان د صنعتکارانو د سراسري ټولنې مرستیال عبدالجبار ساپی وايي چې دې چارې پانګوال او صنعتکاران اندېښمن کړي دي. عبدالجبار ساپي همیانۍ ورځپاڼې ته وویل، له هغې ورځې چې دغه اداره د بې سرپرسته شوې ده، په هېواد کې پانګونه درېدلې او د شرکتونو جوازونه هم نه دي تمدید شوي. نوموړی وايي، صنعتکاران او پانګوال دې ته په تمه دي چې د دې ادارې برخلیک به څنګه کېږي.؟ نوموړي په دې اړه اندېښنه څرګنده کړه او له ولسمشر څخه یې وغوښتل چې ژر تر ژره دغې ادارې نوی کس ور معرفي کړي. بلخوا ویل کېږي چې ولسمشر غواړي دغه اداره په جمهوري ریاست پورې وتړي. د صنعتکارانو د سراسري ټولنې مرستیال عبدالجبار ساپي په دې اړه وویل:« که ولسمشر رښتیا هم ایسا په جمهوري ریاست پورې تړي، دا به د پانګوالو او صنعتکارانو لپاره لویه لاسته راوړنه وي؛ ځکه صنعتکاران او پانګوال به په اسانۍ سره وکولای شي چې مستقیماً له جمهوري ریاست او ولسمشر سره په تماس کې وي.» د هغه د معلوماتو له مخې، تر ۱۳۸۲ کال مخکې په پخوانیو حکومتونو کې د «پانګونې عالي اداره» موجوده وه چې د جمهوري ریاست په چوکاټ کې یې فعالیت کاوه. نوموړي ټینګار وکړ که ایسا په جمهوري ریاست پورې اړونده شي، نو د افغان صنعتکارانو ستونزې به تر ډېره هوارې شي او کارونه به هم چټک شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery