دخپریدو نیټه : 2015-07-07 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د ایران د اتومي پروګرام په اړه په خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی
احمد فیصل
د ایران او شپږو ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د اتومي پروګرام په اړه د هوکړې متن تقریبا بشپړ شوی او یوازې یو د مخالفت عمده مورد پاتې دی. د ایراني پلاوي غړو ویلي چې تر اوسه هېڅ وخت د دغه هېواد اتومي پروګرام په اړه د دواړو لورو ترمنځ په خبرو کې دومره پرمختګ نه و شوی. دوی ویلي چې پر څو وړو مواردو اختلاف شته، خو ترمنځ یې یو مورد داسې دی چې تر نورو مهم ښکاري. ایران هڅه کوي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تسلیحاتي بندیزونه لرې شي، خو امریکا له دې ټکي سره مخالفت لري.