مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-07   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

طالبان: داسې ښکاري چې له افغان حکومت سره خبرې کوونکو طالب استازي د پاکستان استخباراتي ادارې یرغمل کړي وي

احمد فیصل
د طالبانو د قطر د دفتر یوه غړي ویلي چې په اسلام اباد کې له افغان حکومت سره خبرې کوونکو طالب استازو د طالبانو له لوري د خبرو اجازه نه ده ترلاسه کړې. نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي د قطر دفتر غړي په یوه برېښنالیک کې ورته ویلي چې دغو کسانو ته په دغه ډول غونډو کې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې. دغه طالب چارواکي چې ورځپاڼې یې نوم نه دی یاد کړی ویلي داسې ښکاري چې دغه طالب مشران د پاکستان استخباراتي ادارې یرغمل کړي وي. سرچینې ویلي چې دا د سولې لپاره ناسمه لاره او د پاکستان په مشرۍ د سولې خبرې د ستونزو د حل پر ځای نورې ستونزې رامنځته کوي. سره له دې چې د دواړو لورو ترمنځ د خبرو جزیات نه دي په ډاګه شوي، خو نا تایید شوي راپورونه وايي چې په پرونیو خبرو کې دواړو لورو هوکړه کړې چې په افغان حکومت او طالبانو کې به هېچا ته د دې اجازه نه ورکوي چې د سولې روانې خبرې سبوتاژ کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery