د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي امنيتي ځواکونو ته سپارښتنه وکړه چي د اختر لپاره کلک امنيتي تدابير ونيسي. عزيزي وويل ، د دوی هڅه دا ده چي د کندهار خلک په آرامه او ډاډمنه فضا کي د اختر مبارکي ورځي تيري کړي
امنيتي مسوولين وايي د کوچني اختر له رارسېدو سره به کلک امنيتي تدابير ونيسي.
په امنيتي غونډه کي چي نن سهار د ولايت مقام د غونډو په تالار کي جوړه سوې وه، د کندهار د والي ډاکټر همايون عزيزي تر څنګ د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي، د ملي امنيت رئيس بريدجنرال عيسی محمد، د امنيه قومندانۍ د امنيت آمر مل پاسوال رحمت الله اطرافي او د افغان ځواکونو يو شمېر نورو مشرانو ګډون کړی وو.
د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي امنيتي ځواکونو ته سپارښتنه وکړه چي د اختر لپاره کلک امنيتي تدابير ونيسي. عزيزي وويل ، د دوی هڅه دا ده چي د کندهار خلک په آرامه او ډاډمنه فضا کي د اختر مبارکي ورځي تيري کړي، خو ټينګار يې وکړ چي د امنيت په سمون کي د خلکو رول ډېر مهم دی او له خلکو څخه يې وغوښتل چي د خپلو امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړي او د امنيت په تامين کي ورسره همکار واوسي. په غونډه کي د امنيتي ځواکونو مسوولينو کندهاروالي ته ډاډ ورکړ چي د اختر لپاره به ځانګړى امنيتي پلان جوړ کړي.
د کندهار والي داراز د امنيتي ځواکونو د سرښندنو او هلوځلو ستاينه وکړه او ويې ويل په کندهار کي د امنيتي ځواکونو پراخ حضور د دې سبب سوی چي د وسله والو مخالفینو د خونړيو بريدونو مخه ونيسي. نوموړي زياته کړه وسله وال مخالفين غواړي زموږ بېګناه افغانان د خپلو شومو اهدافو ښکار وګرځوي. دوی هره ورځ پلانونه جوړوي چي په کندهار کي وسله وال بريدونه وکړي، خو امنيتي سرتېري شپه و ورځ مصروف دي، تر څو د خلکو ژوند ته نجات ورکړي.
ښاغلي عزيزي د تېري يکشنبي ورځې د موټرسايکل بم چاودني يادونه هم وکړه چې تر روژه مات مخکي د اولي امنيتي حوزې مربوطه سيمه د نوي سړک په څلورلاري کي وسله والو ترهګرو د موټرسايکل بم په واسطه چاودنه وکړه. هغه وويل وسله والو ترهګرو له افغان امنيتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی خو اوس کوښښ کوي چي ملکي خلک د خپلو ناوړو کړنو هدف وګرځوي.
د امنيه قومندانۍ د امنيت آمر مل پاسوال رحمت الله اطرافي وويل امنيتي ځواکونو د تېري اوونۍ په جريان کي د يو لړ چاڼيزو او خپلواکو عملياتو په پايله کي ٢٦ تنه وسله وال ترهګر وژلي، دوه تنه يې ژوندي نيولي او ۸ يې زخميان کړي او له دوى څخه يې يو شمېر وسلې او مهمات لکه ١٥ مختلف النوع ماينونه،٢٠ توغوندي، يو زيکويک، ۲ کشفي مخابرې نيولي او درې موټرونه يې ورتخريب کړي دي.
نوموړي وويل، د رواني اوونۍ په اوږدو کي يې ٢٣ تنه د جنايي پېښو په تور نيولي چي درې تنه د قتل، يو د انداخت، ۳ تنه د قاچاق او د پوليسو د مجروحيت، ۲ تنه د وهلو په تور، ١٠ تنه د آيساف د موټر د غلا په تور، ٧ تنه د موټرسايکلونو د غلا په تور او همدارنګه دوه تنه د اختلاس او فريبکارۍ په تور نيول سوي چي دوسيې يې څارنوالۍ ته لېږل سوي دي.
اطرافي داراز وويل ٦،٥٠٠ کيلوګرامه هيرويين، ٤٥ ګرامه چرس، يو کرولا ډوله موټر د دوو تنو مظنونينو سره يو ځاى نيول سوي دي. نوموړي د خبرو په دوام وويل د تېري اوونۍ په جريان کي يې ٩٠٠٠٠ افغانۍ ټرافيکي عوايد او ٩٥٥٤٠ افغانۍ د پاسپورټ عوايد د مستوفيت له لاري افغانستان بانک ته تحويل کړي دي.
د ملي امنيت منسوبينو وويل چي د تېري اوونۍ په جريان کي يې د يو لړ عملياتو په پايله کي د وسله والو مخالفينو د يو سيمه ييز قومندان شېر محمد نامي په ګډون ١٣ تنه وژلي، ٢٤ تنه يې ژوندي نيولي او له هغوى څخه يې يو شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي. همدارنګه په ښار کي د ملي امنيت منسوبينو د تېري اوونۍ په اوږدو کي ١٧ مختلف النوع ماينونه کشف او شنډ کړي دي.