دخپریدو نیټه : 2015-07-08 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
طالبان وایي د ټولو خارجي او داخلي سیاسی چارو مسولیت" یوازې د دوی سیاسي دفتر ته "سپارل شوی
احمد فیصل
پاکستان وايي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې چې له اسلام اباد سره نژدې د مري سيلانۍ سيمه کې ترسره کېدې، پای ته رسېدلې دي.دغو خبرو ته په غبرګون کې افغان طالبانو په يو څه ناڅرګنده اعلاميه کې ويلي چې د غورځنګ تګلارو کې يې له وخت سره سم بدلون راغلی دی.د طالبانو پر وېبپاڼه خپره شوې خبرپاڼه کاږي ،چې دوی "د خپلو چارو د ښه سمون، تنظیم او پرمختګ لپاره په خپلو چارو، چارواکو او یا د هغوی په صلاحیتونو کې وخت په وخت تغیرات راولي".دې اعلاميه کې ويل شوي "د ټولو خارجي او داخلي سیاسی چارو مسولیت" یوازې د دوی سیاسي دفتر ته "سپارل شوی" دی.