دخپریدو نیټه : 2015-07-08 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
وزیري: له داعش ډلې څخه د حزب اسلامي ملاتړ د اندېښنې وړ خبره نه ده
احمد فیصل
د دفاع وزارت وایي، له اسلامي دولت ډلې سره د حزب اسلامي او نورو ډلو ټپلو ملاتړ دوی ته د اندیښنې وړمسئله نه ده.د د دې وزارت ویاند د چهارشنبې وویل، د دوی هیله دا ده چې اوس مهال ډيرې ډلې د سولې لپاره کار وکړي، نه دا چې د بلې تروریستي ډلې څخه د ملاتړ هڅې ګړندی کړي.د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي چې دې موضوع ته ترډيره د تبلیغاتوپه نظرګوري او کله هم دا تبلیغات د وسله والو ځواکونو په روحیي منفي اغیز نه کوي.