مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-09   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

ارزګان : ۲۱ طالبان او ۳ پوليس وژل سوي دي .

لودين
د اروزګان په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د جګړي پر مهال د ٢٤ تنو وسله والو او پوليسو د وژني خبر ورکول سو. د کندهار امنيه قوماندان او د سويل لويديڅي حوزې اپراتيفي مسوول جنرال عبدالرازق وايي ، چې تيره ورځ د خاص اروزګان ولسوالۍ د سلطان ناوي په سيمه کې د وسله والو له لوري پر امنيتي ځواکونو وسله واله حمله وسوه او بيا نښته رامنځته سوه. نوموړی زياتوي چې د جګړي پر مهال ٢١ تنه وسله وال وژل سوي دي. جنرال عبدالرازق په وينا، چې په دي جګړه کې دري تنه پوليس هم وژل سوي او دري تنه نور ټپيان سوي دي. هغه زياتوي چې په دي جګړه کې وسله والو مخالفينو ته ماته ورکول سوي او پر مهال يې د وژل سويو کسانو جسدونه ، ګڼ شمېر وسلي او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي. تر اوسه وسله والو طالبانو په دي اړوند رسنيو ته څه نه دي ويلي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery