دخپریدو نیټه : 2015-07-11 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
کندهار : د معارف لپاره مشورتي او نظارتي کمېسيون جوړيږي
لودين
د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي په ابتکار د معارف لپاره د يوه خپلواک مشورتي او نظارتي کمېسيون د جوړېدو لپاره غونډه جوړه سوه. په غونډه کي د پوهنتون يو شمېر استادانو او د نظر خاوندانو ګډون کړی وو.
د کندهار والي وويل چي معارف د هيواد د ملا د تير حيثيت لري، خو له بده مرغه د کندهار معارف له ګڼو ستونزو سره مخ دی. عزيزي زياته کړه: د دې لپاره چي د معارف ستونزي هواري سي، په کار ده چي موږ تاسي يو کمېسيون جوړ کړو، د دې کمېسيون غړي مشخص کړو او مسووليتونه او صلاحيتونه يې وټاکو، چي له دې سره به دغه کمېسيون د معارف رياست ټول فعاليتونه څاري او وخت پر وخت به لازمي مشورې ورکوي. ولايت مقام په تمامه معنی د دې کمېسيون پرېکړو او مشورو ته ژمن دی.
د غونډي په جريان کي ټولو ګډونوالو خپل نظريات وړاندي کړل او د معارف د بهبود لپاره يې دا يو ابتکار وباله. د کندهار والي د غونډي په پای کي وويل: نه زه دا حق لرم چي د معارف په چارو کي بې موجبه لاسوهنه وکړم او نه د کندهار د خلکو استازي يا وکيلان د دې حق لري چي د معارف په چارو کي لاسوهنه وکړي. پرېکړه وسوه چي بلي غونډي ته به د کمېسيون تشکيل جوړيږي او د کمېسيون مسووليتونه و صلاحيتونه به تشخيصيږي.