دخپریدو نیټه : 2015-07-12 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د ایران د اتومي پروګرام په اړه پرون د پام وړ پرمختګونه شوي
احمد فیصل
ټاکل شوې ایران او شپږ ځواکمن هېوادونه نن د ایران د اتومي پروګرام په اړه یوې جامعې هوکړې ته ورسېږي. د ایراني چارواکو د معلوماتو له مخې د پرون ورځې په خبرو کې داسې پرمختګونه شوي چې ښايي نن د هوکړې لامل شي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر تېر مازدیګر د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې ددوشنبې په ورځ به هوکړه وشي. د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي هغه ژمنه یې عملي کړې چې د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال یې د اتومي پروګرام د ستونزې د هواري په اړه کړې وه.