دخپریدو نیټه : 2015-07-13 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
امنیتي ځواکونه په هلمند کې له ۵ وسله والو ډلو سره په جګړه بوخت دي
احمد فیصل
د هلمند امنيه قوماندان وايي چې امنيتي ځواکونه په دغه ولايت کې د طالبانو په ګډون له پنځو ډلو سره جګړه کوي. د هلمند امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل نن په لښکرګاه کې خبريالانو ته وويل چې امنيتي ځواکونه په دغه ولايت کې د امنيت د ټينګښت لپاره پوره چمتووالى لري خو له بېلابېلو ډلو سره پر جګړه بوخت دي. هغه زياته کړه: ((موږ له طالبانو، داعش، قاچاقبرانو، غلو او له هغو سره په جګړه بوخت يو چې د جګړې له لارې مادي امکانات ترلاسه کوي او دا ټولې هغه ډلې دي چې دوامداره جګړه غواړي.)) ده وويل چې وسله والو طالبانو او نورو يادو ډلو سږ کال په هلمند کې د نا امنيو د رامنځته کولو لپاره د پام وړ پلانونه درلودل خو خپلو موخو ته ونه رسېدل او امنيتي ځواکونو يې پلانونه شنډ کړل. د ملاخېل په وينا، قاچاقبران د دې لپاره چې وکولاى شي په اسانه قاچاق وکړي، وسله والو ته وسلې او نور مالي امکانات ورکوي، څو د جګړې ډګر ګرم وساتي. ملاخېل وايي چې د سږ کال په اوږدو کې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د وسله والو پر وړاندې پوځي عمليات ترسره کړي او د پام وړ لاسته راوړنې هم لري. د هلمند د امنيتي چاوراکو د معلوماتو له مخې، په دې وروستيو کې داعش په هلمند او په ځانګړې توګه د دغه ولايت په کجکي ولسوالۍ کې فعاليتونه پيل کړي دي.