دخپریدو نیټه : 2015-07-14 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
بریدمل عیسي خان په ضمانت خوشې شوی
احمد فیصل
د ملي اردو هغه سرتېری، چې د ملت او حکومت له لوري د اتلولۍ لقب ورکړای شوی، له بندي کېدو وروسته په ضمانت خوشې شوی دی. بریدمل عیسي خان، چې تېره میاشت یې پر ملي شورا د وسله والو ځانمرګو برید شنډ او شپږ تنه یې ووژل، په هغه موټر چې د ولسمشر لومړي مرستیال د جایزې په توګه ورکړی و، یو تن وواهه. په دې پېښه کې وهل شوی کس مړ شو او عیسي خان یې زندان ته ولېږه. چارواکي وايي چې عیسي خان یې په ضمانت خوشې کړی خو د دوسیې په اړه یې تحقیقات روان دي. د کابل امنیه قومندان عبدالرحمن رحیمي وویل:«عیسي خان په ضمانت خوشي شوی دی.» رحیمي وویل چې عیسي خان تر هغو په هیواد کې دننه ازاد ګرځېدای شي چې محاکمه یې پیلېږي. ده ونه ویل چې چا د بریدمل عیسي خان ضمانت کړی دی. په همدې حال کې د کابل پولیس وايي چې د عیسي خان خلاف به قانوني پروسه روانه وي او که محکمې په سزا محکوم کړ، د قید موده به پوره کوي خو که محکمې له تحقیقاتو وروسته برات ورکړ، ازاد به وي.