دخپریدو نیټه : 2015-07-14 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
مشرانو جرګه: د هېواد ۱۱ ولایتونه له ګواښ سره مخ دي
احمد فیصل
مشرانو جرګه وايي چې د هېواد يوولس ولايتونه له سترګواښ سره مخ دي او که اړين اقدامات تر سره نه شي ، وضعيت به لاپسې خراب شي. سناتوران وايي چې امنيتي وضعيت د هېواد په بېلابېلو برخو کې د اندېښنې وړ دى او ددې جرګې د کورني امنيت د کمېسيون د څېړنو له مخې يوولس ولايتونه له لوړ امنيتي ګواښ سره مخ دي. دوی وايي که چيرته جدي امنيتي ګامونه وا نه خيستل شي د هېواد امنيتي وضعيت به نور هم خراب شي