دخپریدو نیټه : 2015-07-14 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
پخواني ولسمشر حامد کرزي له ولسمشر غني سره کتلي
احمد فیصل
سره له دې چې تر اوسه د دوی د کتنې جزیات نه دي په ډاګه شوي؛ خو ویل کېږي چې د کتنې موخه د دواړو مشرانو ترمنځ د اختلاف لرې کول وو. نا تایید شوي راپورنه وايي چې پخواني ولسمشر د پاکستان له استخباراتو سره د افغانستان د ملي امنیت د موافقې په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې نه دا موافقه منلی شي او نه حاضر دی چې ډیورنډ کرښه په رسمیت وپېژندل شي. دواړو مشرانو وروسته له دې کتلي چې ګارډین ورځپاڼې د یوه غربي دیپلومات له قوله ولسمشر کرزی د ملي یووالي د حکومت د پرځولو پر هڅه تورن کړ.