مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-15   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

اوباما: له ایران سره د اتومي پروګرام پر سر هوکړه به نړۍ نوره هم امن کړي

احمد فیصل
د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي د ایران او شپږو ځواکمنو هېوادونو هوکړه به نړۍ نوره هم امن کړي. نوموړي د یوې خبري غونډې پر مهال د ایران د اتومي پروګرام پر سر د هوکړې په اړه د خبریالانو په ځواب کې وویل چې د امریکا لومړیتوب د اتومي وسلو له جوړولو د ایران را ګرځول وو، چې دغه هدف اوس ترلاسه شوی دی. نوموړي په عین حال کې ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ به له اتومي پروګرام پرته هم اختلافات ولري چې ایران ته ستونزې جوړولی شي. اوباما هیله څرګنده کړې چې له دې هوکړې وروسته به ایران وهڅولی شي چې په سیمه کې خپل چلند هم بدل کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery