دخپریدو نیټه : 2015-07-15 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د کابل- جلال اباد په لویه لار تښتول شوي ۶ مسافر خوشي شوي
احمد فیصل
شپږ هغه مسافر چې د کابل ننګرهار له لویې لارې وسله والو تښتولي وو، را خوشي شوي دي. د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک وايي دغه کسان وړمه شپه د لغمان ولایت اړوند د خیرو خېلو له سیمې وسله والو تښتولي وو. ځواک وايي چې یاد کسان د ولایتي ادارې او قومي مشرانو په هڅه پرون ازاد شوي دي. نوموړی وايي چې ازادو شویو کسانو په بدل کې وسله والو ته هېڅ راز امتیاز نه دی ورکړل شوی.