دخپریدو نیټه : 2015-07-17 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
مسلم یار وایي بېروني استخبارات په افغانستان کې د داعش ډلې له نامه ګټه اخلي
احمد فیصل
د مشرانو جرګې رييس وايي چې ګاونډي استخبارات په افغانستان کې د داعش له نومه په استفادې د افغان وژنې لپاره بله دسيسه جوړه کړې، خو زياتوي چې دوى به خپله د دې دسيسې ښکار شي.د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار دا څرګندونې پرون په ننګرهار ولايت کې د اختر له لمانځه وروسته ملت ته په خپل اختريز پيغام کې وکړې.په ننګرهار کې په حکومتي کچه د اختر لمونځ د ولايت په شاهي ماڼۍ کې ادا شو چې ځايي چارواکو، يو شمېر مشرانو او مخورو په کې برخه لرله.د مشرانو جرګې رييس تر لمانځه وروسته له رسنيو سره په خبرو کې په افغانستان کې د داعش حضور د ګاونډيو استخبارتو بله دسيسه وګڼله چې په وينا يې د افغان وژنې لپاره طرحه شوې ده.مسلميار وايي: ((ما اته مياشتې مخکې ويلي وو چې سپين بيرغ پر تور بدلېږي، د افغانستان خاوره يې داعش ته جوړه کړه، دا چې اوس د داعش له نوم څخه استفاده کېږي دا د افغانانو د وژلو لپاره د ګاونډيو استخباراتو بله دسيسه ده.))فضل هادي مسلميار د سولې پروسه د امن او ثبات لپاره يوازېنۍ حل لاره وبلله او په دې برخه کې يې د حقيقي اقداماتو په شرط له يادې پروسې ملاتړ اعلان کړ.