دخپریدو نیټه : 2015-07-18 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
په سعودي کې ۴۰۰ کسان د داعش ډلې د غړیتوب په تور نیول شوي
احمد فیصل
د سعودي حکومت وايي تر ۴۰۰ ډېر کسان یې د داعش د غړیتوب په تور نیولي دي. د سعودي د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې په نیول شویو ۴۳۱ کسانو کې ډېری د سعودي وګړي دي، خو څو تنه د یمن او سوریې وګړي هم په کې شته. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغو کسانو په نیول کېدو سره د سعودي په ختیځ کې د شپږو ځانمرګو بریدونو مخه نیول شوې چې ښايي د جمعې په ورځو په جوماتونو کې شوي وی. سرچینې ویلي چې پر دولتي ودانیو د یوه برید مخه هم نیول شوې ده.