دخپریدو نیټه : 2015-07-18 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
چودري: امریکا او چین د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبروملاتړ کوي
احمد فیصل
د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عزیز چودري وايي چې د امریکا متحدو ایالت او چین د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د پروسې، چې په وروستیو کې پیل شوه، بشپړ ملاتړ کوي.د جولای په اوومه د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته نژدې د مري په تفریحي ښار کې د افغانستان د حکومت او طالبانو استازو د لومړي ځل لپاره مخامخ خبرې وکړې.د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د دغه هیواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عزیز چودري په یوه مرکه کې وویل، پاکستان د افغان لورو ترمنځ د خبرو په پروسه کې د اسانتیا رامنڅته کوونکي رول لوبوي.ده وویل چې د مري خبرې په خورا صمیمانه فضا کې وې.د عزیز چودري په وینا په خبرو کې د افغانستان د حکومت پلاوي د خپلو نظرونو د څرګندولو پر مهال وویل چې باید په افغانستان کې د وینو بهېدا ودرول شي او سوله وشي. دی وايي چې په افغانستان کې سوله به په ټوله سیمه کې له سولې او ثبات سره مرسته وکړي.