مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-20   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ایران اتومي هوکړې ته مثبته رایه ورکړه

احمد فیصل
د ملګرو ملتونو امنیت شورا هغه پرېکړه لیک تصویب کړ، چې د ایران اوشپږو ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د تېرې اونۍ اتومي هوکړه تاييدوي.د امنیت شورا ۱۵ غړو د دغه هوکړه لیک په اړه مثبته رایه ورکړه. دغه هوکړه د ملګرو ملتونو ټول غړي هېوادونه له ځواکمنو هېواوادونو سره د ایران اتومي هوکړې په اړه د ګډ اقدام ترسره کولو ته اړباسي.د هوکړې پربنسټ، که ایران خپلې ژمنې عملي کړي د دې شورا لخوا د ایران د اتومي پروګرام په اړه پخوانۍ ټولې هوکړې لغوه کېږي، خو ځینې محدویتونه لکه د وسلو د پېر او پلور په تړاو تر څو کلونو دوام کوي.په دغه هوکړه لیک کې وړاندویېنه شوې که چېرې کوم یو هېواد سرغړونه وکړي او په هوکړه کې د شوې سرغړونې د ټاکل شوې کمیټې لخوا تایید شي د هوکړې لغوه کول یا دوام یې په امنیت شوری کې رای ورکولو ته وړاندې کېږي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery