مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-20   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

یو شمېر شنونکو د صلاح الدین رباني وروستۍ څرګندونې غیر قانوني وبللې

احمد فیصل
د سياسي او پوځي چارو يو شمېر شنونکي وايي د يوه ګوند له دريځه د هېواد د روانو چارو په اړه د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني وروستۍ څرګندونې غيرقانوني دي. د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني چې د جمعيت اسلامي ګوند مشر هم دى په بدخشان کې له يو شمېر سيمه ييزو مخورو او امنيتي سرتېرو سره د ناستې په ترڅ کې ويلي، چې د امنيت په ټينګښت کې د "مجاهدينو" شتون بايد له پامه ونه غورځول شي.د سياسي چارو کارپوه حسن حقيار وايي چې د هېواد د بهرنيو چارو د وزير له لوري داسې خبرې د هېواد په زيان دي. د حقيار په وينا، د ملي يووالي په حکومت کې د مجاهدينو حضورپراخ دی. د پوځي چارو کارپوه عتيق الله امرخېل هم وويل چې دا ډول څرګندونې اختلاف راپاروونکې او د اندېښنې وړ دي.امرخېل څرګنده کړه، اوسمهال خلک يووالي ته اړتيا لري او بايد له دغه ډول څرګندونو ډډه وشي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery