دخپریدو نیټه : 2015-07-20 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د بهرنیو چارو وزارت وایي د دویم پړاو خبرو لپاره چمتوالی روان دی
احمد فیصل
د بهرنیو چارو وزارت وايي د وسله والو طالبانو له استازو سره د خبرو د بل پړاو لپاره چمتوالی روان دی. د دغه وزارت ویاند احمد شکېب مستغني ویلي چې د دویم پړاو رسمي خبرو د وخت او ځای د ټاکلو لپاره کار روان دی. مستغني ویلي چې په نږدې راتلونکي کې به د خبرو کره نېټه، ځای او د افغان حکومت په استازیتوب د ګډون کوونکي پلاوي غړي مشخص شي. د افغان حکومت پلاوي په لومړي ځل د روانې میاشتې په پیل کې د وسله والو طالبانو له استازو سره په اسلام اباد کې مخامخ خبرې وکړې. په دې کتنه کې هوکړه شوې وه چې د سولې لپاره دویم پړاو خبرې به له اختر وروسته کېږي.