مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-21   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

موټرچلونکي: د ترافيکو له خوا د توقفي موټرو پرزې غلا کیږي

احمد فیصل
ځيني موټر چلوونکي وايي، د کابل د موټرو په "ګوانتانامو" کې يې د موټرو پرزې ورکې شوې او رشوت ورکولو ته اړ شوي دي، خو د ترافيکو رياست دغه ادعاوې ناسمې بولي. د ترافيکو له خوا د توقفي موټرو تمځاى چې د خلکو په تېره بيا موټر چلوونکو تر منځ يې د "موټرو ګوانتانامو" په نوم شهرت موندلى، د کابل ښار په څلورمه ناحيه کې موقعيت لري. د ترافيک پوليس دغه تمځاى ته هغه موټر لېږدوي چې چلوونکو يې له ترافيکو قواعدو سرغړونه کړې وي او يا يې حادثه کړې وي. هلته وړل شوي موټر د موټر چلوونکي له خوا د جريمې تر ورکړې وروسته بېرته ورکول کېږي. چلوونکي وايي، دغه تمځاى ته بيول شوي موټر داسې په سختۍ بېرته راوځي لکه په ګوانتانامو کې د امريکايانو له زندان څخه چې زنداني په سختۍ را ايستل کېږي. هغوى وايي، له همدې امله يې پر ياد تمځاى ګوانتانامو نوم اېښى دى.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery