مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-21   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

جان کیري د خامنه اي څرګندونې د اندېښنې وړ بللې دي

احمد فیصل
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د امریکا په اړه د ایران د روحاني مشر ایت الله علي خامنه اي وروستۍ څرګندونې "د اندېښنې وړ او ستونزمنې" بللې دي. ښاغلي خامنه ايي د کوچني اختر پر مهال په خپلو خبرو کې د ایران اتومي پروګرام تړون او نړیوالو قدرتونو ته په اشاره ویلي وو چې د امریکا پر وړاندې به یې د هېواد سیاست کې هېڅ بدلون را نه شي. نوموړي همدا راز ویلي وو چې ایران به په سیمه کې د خپلو ملګرو ملاتړ ته دوام ورکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وویل، ښکاره نه ده چې د خامنه اي څرګندونې د ایران د تګلارې برخه ده که څنګه. په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د اتومي تړون پر مخالفینو تور لګولی چې دوی جنګ غواړي. ښاغلي اوباما ویلي دا هغه خلک دي چې عراق سره یې په جګړه کې بیړه کړې وه.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery