مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-21   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د ۶ نورو ګندونو جوازونه هم لغوه کیږي

احمد فیصل
د عدليې وزارت ويلي چې د سياسي ګوندونو د فعاليت د څرنګوالي په اړه د وروستيو څېړنو له مخې، د دې احتمال شته چې د شپږو نورو سياسي ګوندونو جوازونه هم لغوه شي. تېره اوونۍ ياد وزارت، د ټاکل شوو معيارونو د نه بشپړولو له امله د ١١ سياسي ګوندونو جوازونه لغوه کړل او ٢٠ نورو ګوندونو ته يې هم مهلت وټاکه، څو د ټاکل شويو معيارونو پر بنسټ د سياسي ګوندونو د قانون په چوکاټ کې کار وکړي. د عدليې وزارت اداري معين سيدمحمد هاشمي ویلي د ګوندونو د فعاليت د څېړنې لړۍ له تېرو دريو مياشتو راهيسې پيل شوې او تر اوسه پورې د يادې لړۍ نيمايي برخه بشپړه شوې ده. د عدليې وزارت اداري مرستيال زياته کړه، چې د سياسي ګوندونو د رامنځته کېدو قانون پر بنسټ، که کله هم يو ګوند د کار جواز له تر لاسه کولو يو کال وروسته د خپل ګوند لپاره په شلو ولايتونو کې ولايتي دفترونه فعال نه کړي او لس زره غړي ونه لري او دغه راز هر کال خپل کاري راپور عدليې وزارت ته وړاندې نه کړي نو د خپل فعاليت جواز به له لاسه ورکړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery