دخپریدو نیټه : 2015-07-22 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د ماین چاودنې په لوګر کې ۲ ماشومان وژلي
احمد فیصل
په لوګر ولايت کې د ماين چاودنې څلورو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د دغه ولايت د والي وياند دين محمد دروېش وايي چې دا چاودنه تېر مازديګر ناوخته د ولايت د مرکز پل علم اړوند د پادخواب شانه په سيمه کې شوې ده. هغه زياته کړه چې د سيمې ماشومانو په يوه ميداني کې لوبې کولې، چې ناڅاپه ځاى پر ځاى شوى ماين پرې چاودېدلى دى. دى وايي په دې چاودنه کې دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.