ويناوالو د پاکستان سره دوستي د افغانانو په خير وبلل او زياته يي کړه چي د سولې ارمان ته د پاکستان په همکاري رسيدلای سو .
په کندهار سلګونو قومي مخورو او مدني فعالانو د افغان دولت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې د خبرو د پيليدو هرکلی وکړ او غوښتنه يي وکړه ، چي په دوهم پړاو خبرو کي دي پر اوربند هوکړه وسي .
د سولې وروستيو خبرو ته د افغانانو هيلي خورا ژوندۍ سوي دي او تمه لري ، چي په دوام به يي د افغانانو دا لويه غوښتنه پوره سي .
نن پنجشنبه په کندهار کي سلګونو قومي مخورو او مدني فعالانو يوه پراخه غونډه وکړه او د سولې د خبرو د پيليدو څخه يي خپل ملاتړ څرګند کړ .
د شخړو د هواري او په قومي چارو کي د ولس مشر سلاکار وزير او د کندهار د ولايتي شورا غړي حاجي اغالالي دستګيري ، د سولي د ولايتي شورا مشر حاجي عطامحمد احمدي ، د ولايتي شورا غړي عطاالله عطا ، ځوان سياستوال او ژورنالست احمدشاه انګار ( ارغنداوي ) ، د ښځو فعالي شاهدې حسين او نورو ويناوالو په خپلو ويناوو کي د سولې پر ارزښت خبري وکړي او د افغان دولت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې د پيل سويو خبرو لمړی پړاو يي وستايه ، ويناوالو د همدي خبرو د دوام او پر مهال يي ډير ژر پر اوربند د هوکړي غوښتنه وکړل .
ويناوالو د پاکستان سره دوستي د افغانانو په خير وبلل او زياته يي کړه چي د سولې ارمان ته د پاکستان په همکاري رسيدلای سو .
د غونډي په وروستيو کي په اتو مادو کي يو پريکړه ليک هم وړاندي سو ، د پريکړه ليک په دوهمه ماده کي د سولې په برخه کي د خنډ او ځنډ اچوونکو کلکه غنده سوي وه .
د لوی کندهار په استازيتوب ټولو ويناوالو له ولس مشر محمد اشرف غني له لوري دې ولايتونو ته له توجه مننه وکړه او غوښتنه يي وکړه چي خپله پاملرنه جاري وساتي .
هغوی د کندهار په اداره کي بدلون حتمي وباله او په دې برخه کي يي د نوي والي او ولس مشر د زياتي توجه هيله وکړه .
د سولې د پيل سوي پروسې لمړۍ خبري په اسلام اباد کي وسوې او دوهم پړاو به يي به بل کوم ګاونډي هيواد کي تر سره سي ، ټول افغانان د خبرو په لمړيو پړاوونو کي د اوربند پر هوکړي ټينګار کوي .