دخپریدو نیټه : 2015-07-25 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
د ګمرک نوي رئیس رسماًپه خپله دنده پېل وکړ
لودين
د ولایت مقام د مرستیال عبدالعلي شمسي لخوا د ګمرک ریاست لپاره نوي ټاکل سوي رئیس انجنیر صالح محمد نیکزاد د یولړ مراسمو په ترڅ کي ددغه ریاست کارکوونکو ته په رسمي ډول معرفي کړ. په یادو مراسمو کي چي د ګمرک ریاست دغونډو په تالار کي جوړ سوی وه، پکښي د ولایت مقام دبشری منابع رئیس، د اقتصاد، اقوام او قبایل ریاستونو رئیسانو، د سوداګری اوصنایع ریاست او دبانکونو دزون امریت مرستیالانو، دنړیوال اطاق تجارت رئیس او همدارنګه د ګمرک ریاست کارکوونکو ګډون درولود .
دغونډی په پیل کي مرستیال والي خبری وکړي او دګمرک نوي رئیس ته يې د دندي مبارکي وویل او زیاته يې کړه: دا چي د دولت دعوایدو زیاتره برخه د همدغه ګمرکي محصول څخه برابریږی او دبودجي دلاري په مصرف رسیږی نو لازمه ده چي د قانون او غوره سوی طرزالعملونو له مخي ټولي رسمي کړني عملي کړي ترڅو له یوی خوا مود بیت المال د ضایع کیدو مخه نیولي وی او له بله طرفه به مو د دولت عایدات زیات کړي وي.
همدارنګه ښاغلي شمسي ټينګار وکړ چي ترڅو خپل عایدات زیات نکړو، همیشه د بل په کمک باندي ځانونه نسو ساتلای او نه دولتي سیستم د نورو هیوادونو په کومکونو باندي چلولای سو. ددی لپاره لازمه ده ترڅو د دولت عایدات خوندي کړو او له حیف و میل څخه يې وژغورو.
وروسته د ګمرکاتو دعمومي ریاست مشاور په خپلو خبرو کي دولایت مقام څخه مننه وکړه چي همیشه يې د ګمرک ریاست د کارونود شفاف کولو هڅي کړیدي . په همدي ترتیب د ګمرک نوي رئیس ژمنه وکړه چي ترخپل توان او طاقت پوري به قانون تطبیق کوي .