مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-25   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

کندهار والي د اطلاعاتو او فرهنګ د نوي رييس سره وکتل .

لودين
عزيزي : اطلاعاتو فرهنګ رياست بايد خپل کارونه داسلامي او افغاني كلتور او عنعناتو په چوکاټ کي تر سره کړي کندهاروالي ډاکټرهمايون عزيزي داطلاعاتو او کلتور لپاره نوى ټاکل سوى رئيس حضرت ولي هوتک ته هدايت وکړ چې داطلاعات او کلتور رياست بايد داسلامي او افغاني کلتور ښکارندوى او ساتندوى وي ،څو دافغاني کلتور په بډاي توب اوودي لپاره ټولي برنامي بايد داسلامي او افغاني فرهنګ ښکارندوى وي ،ښاغلي والي وويل په اسلامي او دوديزچوکاټ کي دقانون په ړناکي بايد کار وسي او که هرکله هم دمسئولينو له لوري تخطي وليدل سي ولايتي اداره د دوئ دتغير او تبديل لپاره به ضروري ګامونه پورته کړي . ښاغلي عزيزي وويل موږ داطلاعاتو او فرهنګ په رياست کي دجدي مثبت تغيراتو راوستلو ته ژمن يو او نوي رئيس ته هدايت وکړ څو دافغاني کلتور د غنيتوب او ودي لپاره خپل پوره عملي پلان جوړ او ولايتي اداري ته وسپاري . داطلاعاتو او کلتور نوى رئيس ژمنه وکړه چي دافغاني دود او کلتور ته په کتو سره دقانون مطابق خپله سپارل سوي دنده په پوره ايمانداري سره دولايتي ادارې تر رهبرۍ لاندي سرته رسوي او دى به هڅه وکړي چې خپل کاري پلان جوړ او ولايتي ادراې ته وسپاري .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery