دخپریدو نیټه : 2015-07-25 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
د ګمرک نوي رئيس د ګمرکي چارو د شفافيت ژمنه وکړه
لودين
د کندهار ګمرک لپاره نوي معرفي سوي رئيس له کندهار والي سره وکتل
له ماليې وزارت څخه د راغلي هيئت له خوا کندهار والي ته د دغه ولايت لپاره د ګمرک نوی رئيس په صفت صالح محمد نېکزاد ولايت مقام ته ، معرفي سو.
د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي دګمرک نوى ټکل سوى رئيس ته هدايت وکړ چې ژر تر ژره خپل عملي پلان ولايت مقام ته وړاندي کړي او دټولو هغو سو استفادي مخه ونيسي چې ادارې فساد منځ ته راوړي او دبيت المال عوايد شخصي جيبونو ته ځې ، دمثال په ډول په تېرو وختونو کي د شپې له خوا يو شمېر موټران په غلا او له ګمرکي محصول پرته کندهار ته راتلل او د لاري په اوږدو کي د غيرمسوولو کسانو له خوا پيسې ورڅخه اخيستل کېدې، ښاغلي والي دکمرک نوى رئيس ته هدايت وکړ، هغه موټرانو چي اموال له ګمرکي محصول پرته واردوي، مخه ونيول سي، عزيزي زياته کړه افغانستان اوس تر ډېره حده پر خپلو عوايدو متکي دی، په کار ده چي د عوايدو په راغونډولو کي شفافيت رامنځته سي.
د کندهار ګمرک لپاره نوي معرفي سوي رئيس صالح محمد نېکزاد ژمنه وکړه چي په ګمرک رياست کي به اصلاح رامنځته کوي او د خپل طرزالعمل له مخي به خپلي چاري د ولايتي ادارې تر رهبرۍ لاندي مخته وړي. نوموړي وويل چي خپل کاري پلان به ژر تر ژره جوړ او ولايتي ادارې ته وسپاري.