د کندهار سپين ږيري فرهنګپال او مشر ليکوال استاد حيات الله رفيقي د پخواني رييس دواخان مينه پال کاري دوره د ستونزو ډکه وبلل
کندهاري فرهنګيان د نوي رييس څخه پخوانی کلتوري او تاريخي برم غواړي .
په کندهار کي ميشت فرهنګيان د دې ولايت د دود ، کلتور او تاريخي ځايونو د ساتني دپاره د دولت توجه غواړي او زياتوي چي بايد په دې برخه کي پراخ امکانات په لاره واچول سي .
هغوی دا څرګندوني د اطلاعاتو او فرهنګ د رياست دپاره د نوي ټاکل سوي رييس د پيژندني په مراسمو کي وکړې .
نوی رييس پوهيالی حضرت ولي هوتک د کندهار د ولايت مقام د اداري رييس عبدالحنان منيب او د بشري منابعو د رييس عزيزاحمد شيخل له لوري د دې رياست کارکوونکو ، فرهنګيانو او خبريالانو ته ور وپيژندل سو.
ښاغلي شيخل دولتي بدلون يو اصل وباله او زياته يي کړه چي دا کار د مثبت تغير په موخه کيږي ، هغه د پخواني رييس دواخان مينه پال څخه مننه وکړه چي دولتي دنده يي تر سره کړه .
په تيرو دريو کلنو کي د کندهار پر تاريخي ځايونو د ورانۍ جوړ ناتار او دلته د کلتوري ارزښتونو نه درناوي د کندهار فرهنګيان هڅولي ، چي يوه فرهنګي هسته جوړه کړي .
د دې هستې مسوولينو او کندهاري فرهنګيانو نن په يوه غونډه کي د کندهار د کلتور او تاريخي ځايونو پر تير حالت انديښنه وښودل او د نوي جوړي سوي ولايتي ادارې څخه يي وغوښتل ، چي د دې چارو د مخنيوي دپاره په جدي ډول کار وکړي .
د کندهار سپين ږيري فرهنګپال او مشر ليکوال استاد حيات الله رفيقي د پخواني رييس دواخان مينه پال کاري دوره د ستونزو ډکه وبلل او هغه يي د کندهار د فرهنګيانو د مشورې خلاف د پخوانۍ ولايتي ادارې د چارواکو په فرمايش کښينول سوی رييس وباله ، په وينا يي چي د هغه غلطيو ته تجربه بايد نوی رييس خپله دنده د کندهاري فرهنګيانو سره په مشوره او ګډه تر سره کړي .
استاد رفيقي د نوي رييس پر شخصيت هم وږغيدی او هغه يي دې ادارې ته وړ کس وباله .
ورپسي د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني د پوهنځي رييس عبدالرحمن بابي ، شاعر او ملي سوداګر حاجي ظاهر څرک ، د کندهار د ولايتي شورا غړي حاجي محمدنادر او د کندهار پريس کلب مشر سيد سرور اماني په خپلو ويناوو کي نوي رييس ته د همکارۍ ډاد ورکړ او له نوي رييسه يي وغوښتل ، چي خپله دنده په ايماندارۍ سره تر سره کړي .
نوي رييس ټول کندهاري ولس ته ډاډ ورکړ چي د کندهار تاريخي ځايونو ، کلتور او برم ساتلو دپاره هيڅ راز هڅي ونه سپموي ، نوموړي ژمنه وکړه چي هر کار به يي د کندهاري مشرانو سره په مشوره وي .
د تير حکومت په وروستيو کلنو کي د کندهار تاريخي ځايونو ، کلتوري موضوعاتو او فرهنګي فعاليتونو ته نه توجه د کندهار مشران او ځوانان په غوسه کړي وه ، دوی د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په اداره کي پراخ بدلون غوښت ، اوس له نوي والي ډاکټر همايون عزيزي څخه خوښ دي چي اداري بدلون يي پيل کړی دی ، تيره ورڅ د کندهار د ګمرک دپاره هم نوی رييس وټاکل سو .