دخپریدو نیټه : 2015-07-27 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
قصیده
محب الله آرمــــل
دا هېواد به شي بهتر
يادونه : دغه قصيده مې د اختر په ورځ ليکلې، قصيده مې ځکه ورته ووې چې بيتونه يې زيات دي، کېدای شي ځينې پکې د اصلي موضوع نه لږ بغاوت وکړي او د قصيدې له هغه ځانګړنې سره په ټکر کې راشي چې هغه د موضوع تسلسل دی، خو فکر کوم چې ټول د يوه شاعرانه احساس زېږنده دي، په زور مې ندي ليکلي بلکې رانه ليکل شوي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مبارک د شه اخــــــــــــتر
خــــــدای د کاندي بختور
هر ســـــــــــهار د اختريز
اختريز د مـــــــــــازديګر
ژوند کـــــې لږه وي خندا
ژوند کې اوښکې وي اکثر
چې نفرت شي پکې ورک
خدايه را د مينې لمـــــــر
چې دســــولې وي لباس
لکه واوره په سپين غــــر
مـــــــــــــګر دلته نفرتونه
او راځــــــــــي يوم البتر
دا مـــــــــــې نښه د ناکام
چې مې لاس ايښي په سر
څـــــــنګه درشمه تــر تا
مات مې دی د خيال وزر
خوشبويي ســتا د وجود
لکه مشـــــــــق لکه عنبر
د زړه غــــــــلا رانه کوې
بس همدا دی ســـتا هنر
دواړه يــو شـان انسانان
نو ته ولې شــــــوې بهتر
بلندي ده په اخـــــــــلاق
نه په لـــــوټ او نه په زر
لوی هغه چې انسان وي
نه لرونکی د مــــــــــــقر
ته د ځمکې خدای يي څه ؟
چې خپل ځان بولې برتر
زه درمـــــــل يم د رنځور
او ته څـــــــړيکه د پرهر
زه د روح په هـــــــديره
ستا د مينې منجـــــــور
دا چې ګرځمه بې حــال
په ما شـــــــوی دی اسر
صـــحيفې يې دي زړې
ورته وايم مـــــــــــکرر
غږ مې نه اوري مــــولا !
دا د مينــــــــــې پيغمبر
ټول له شا پســـې روان
غم دې ګرانه مـــــــخور
غېږه راکړي د خــــپګان
د يار هـــــــــــجر زورور
زه په زړه کـــې يم عابد
زما زړه کــــې دی مندر
ګـــــــټه نه راوړې آشنا
مــــــګر مه راوړه ضرر
څه چې بولي ماته ښه
هغه نکــــــــــوي رهبر
تا چې پوهه قتلــــــوه
اوس نو ښه يې در په در
ته ايران او خـــــراسان
زه به وايـــــــم لر او بر
چې کړي تويې وينه سره
هــــــــــــمغه دی ځناور
دا هېـــواد مې لکه ځان
هم مې زړه هم مې ځيګر
نور يې مه را ورانـــــوئ
هم کابل هم پېښـــــــور
غــــــــم د بې حده ظالم
که ستالين او که هېټلـــر
اوښکې درومي په ګرېوان
چې مې لاړ نشي نظــــر
د هجران له تندې مـــرم
ماته را ، آب کـــــــــــوثر
لکه پـــــــرې ګلاب خپه
راته ښــــــــکاري مرور
چې يې نشته ده ثاني
هغه زمـــــــا د يار بشر
هر سړی او خپل يې کار
که موچي دی که خټګر
په هر څه کې د ژوند راز
په هر څه کـــــې يو اثر
داسې ولـــــــې ده آشنا
چې ريښتا لري خطـــر
جاز د مينې خـــــو لرو
را ځه وکړو يـــــو سفر
تر هېواده د خــــپګان
او تر زمــــــکې د شمر
ګوندې واخلو ترې الهام
او ترې زدکـــړو يو هنر
ملا وکړه يو تعـــــويذ
يا جادو او يا مــــــنتر
چې دوښمن مو شي برباد
چې دښمن شي خاک بسر
که تعويذ کې وي قوت
که وي کوډو کـــې اثر
په تلو تلو کې وايم دا
دا هېواد به شي بهتر
داسې هم نده آشنا
داسې هم نه يو اوتر
انسانان پکې لاهـــو
ژوند آرمـــله سمندر
۱۳۹۴/۴/۲۶
د کوچني اختر ورځ