دخپریدو نیټه : 2015-07-31 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
ډانيل فيلډمين هیله ښودلې چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې ژر پیل شي
احمد فیصل
د افغانستان او پاکستان لپاره دامريکا ځانګړ ى استازي ډانيل فيلډمين هيله څرګنده کړې چې دافغان حکومت او طالبانو ترمنځ دسولې دويم پړاو به ژر پيل شي. فيلډمين په کابل کې د امريکا په سفارت کې وویل فکر نه کوي چې دا پروسه به ډېره وځنډېږي.که څه هم نوموړي د سولې ددويم پړاو د خبرو کره نېټه په ډاګه نه کړه، خو وې ويل چې هېواد به يې د پاکستان او افغانستان د حکومتونو په غوښتنه دسولې په دې خبرو اترو کې د نظارت رول ته ادامه ورکوي. د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ دسولې لومړۍ پړاو خبرې د چنګاښ په ١٦مه، د پاکستان په کورتوبه، د امريکا او چين په نظارت د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې ترسره شو.ټاکل شوې وه، چې دويم پړاو خبرې پرون يو ځل بيا ترسره شوي واى، خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت اعلان وکړ، چې طالبانو د خپل مشر ملا عمر د مړينې له امله ددې خبرو د ځنډولو غوښتنه کړې ده.